امریکا کې یو بل چارواکي استعفا کړې

comments 0

هندوکش – امریکا:د امریکا بل چارواکي هم له ټرمپ سره خپله رسمي ملګرتیا پریښوده.
د ډونالډ ټرمپ د کورني امنیت سلاکار ټام بوزرټ له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سینډرز په خپل وروستي کنفرانس کې د رسنیو د دغه راپور پخلی وکړ.
سارا وویل ټرمپ د خپل سلاکار له کاري ژمنتیا مننه کړې او د هغه د کار ستاینه یې وکړه.
د ټرمپ د یوې کلنې ولسمشرۍ په بهیر کې د امریکا ګڼ شمیر لوړ پوړي چارواکي یا له دندو ګوښه شوي او یا یې خپله استعفاګانې کړې دي.
فکور نعیمی

Comments