امریکا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر تر ۵۱۱ زره واوښت

comments 0

هندوکش ـ امریکا: د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۸ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۵۱۱ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۱۳ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۵۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۹۷ زره او ۵۰۷ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۵۴زره او ۲۲۱، په مکسیکو کې ۴۳زره او ۴۷۴، په هند کې ۱۵۷زره او ۵۱، په بریټانیا کې ۱۲۲ زره او ۹۳۹، په ایران کې ۵۹ زره او ۹۸۰ او په پاکستان کې ۱۲ زره او ۸۶۰ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
فکور نعیمي

Comments