امریکا کي د افغانستان لومړنۍ فرهنګي مرکز پرانیستل شو

comments 0

هندوکش – امریکا: د افغان او امریکای چارواکو لخوا د امریکا په هوستن ایالات کې د افغانستان لومړنۍ فرهنګي مرکز رسما د جدي په 21 پرانیستل شو.
یاد پرانیسته غونډې کې واشنګتن کې د امریکا استازي حمدالله، سلوستر تورنر د هوستن ښاروال، د کانګرس غړې شیلا جکسن لي او د تکزاس یالات ځینو استازو او د یاد فرهنګی مرکز مشر بشیر صافی و امریکا کې ځینو نورو میشتو افغانانو هم ونډه اخیستې وه.
د هوستن ښاروال ښاغلي سلوستر تورنر وویل، مونږ کوښښ کوو چې هوستن ایالات فرهنګ له لحاظ کابل ښار سره ونښلو او له دې امله وکولاې شو دوارو ښارونو ترمنځ یو فرهنګي واټن وغځوو.
پرانیست غونډې کې حمد الله محمد د یاد فرهنګی مرکز پرانیستل افغانستان او امریکا ترمنځ د روابطو یوه ښه بیلګه وګنله او یادې کړه چې یاد مرکز امریکا او افغانستان د اړیکو یوه ښه بیلګه کیداې شي.
د ځینو راپورونو پر بنسټ اوس مهال امریکا کې کابو درې سوه زره افغانان میشت دي چې ډیرې یې د امریکا په کلفرونیا، نیویارک، ورجینیا او تکزاس ایالتونوکې هستوکن ځایونه لري.
فکور نعمي

Comments

Leave a Reply