امریکا کلونه طالبانو ته باج ورکړی نوید احمد څرک

comments 0

د پآکستان د استخباراتو یو جنرال اعتراف کړی چې امریکا متحده ایالاتو د پاکستان په وساطت باندې کلونه طالبانو ته باج ورکړی او د جګړې ستراتيژي یې پرې مخ ته وړې ده.
د پاکستان د استخباراتو جنرال اسد دراني له یوې انټرنیټي شبکې سره خبرو کې اعتراف کړی چې امریکا د افغانستان د جګړې د دوام لپاره طالبانو ته د کال ۵۰۰ میلیونه ډالر ورکول.
امریکا دا پيسې طالبانو ته د دې لپاره ورکړي چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پلمه دوام پيدا کړي او د نړیوالو تر اعتراض او نیوکې لاندې را نه شي.
که افغانستان کې د طالبانو د ریژیم له ړنګیدو وروسته جګړه ختمه شوی وی، بیا په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو حضور ته هیڅ پلمه نه وه.
امریکا له طالبانو څخه د دې پيسو په بدل کې نیابتي جګړه غوښتي او طالبانو په پټه د امریکا پالیسي په افغانستان کې تطبیق کړې چې اوس ترې پرده پورته شوه.
هغه مهال چې د پاکستان په منځګړتوب باندې امریکا طالبانو ته د پيسو ورکړه پيل کړې، له همغې ورځې طالبانو د امریکا لپاره د کرایي قاتلینو یا بلک واټر دنده مخ ته وړې او سلګونه ستر بریدونه او هدفي وژني یې ورته کړي دي.
امریکا په افغانستان کې د چین، ایران او روسیې له بلاک ډار درلوده او بلاخره په دې وتوانیده چې دا هېوادونه په افغانستان کې له پراخ نفوذ وساتي او بیلابیلې ګټې یې له ننګونو سره مخ کړي.
دا کار طالبانو د امریکا لپاره د پيسو په بدل کې کړی دی، او له دې ښکاري چې افغانستان کې جګړه جهاد نه بلکې تحمیل شوې جګړه وه چې قرباني يې افغانان و.
دا جګړه نیابتي جګړه وه چې هېوادونو پکې له یو بل سره زور ازمايي او د دې زور ازمایلو قربانیان ټول افغانان او ګټې یې د بهرنیانو وې.
اوس چې طالبانو او امریکا هوکړه کړې، په هوکړه کې هم طالبان له امریکا سره ژمن دي چې افغانستان کې به یې ګټې پالل کیږي او هیڅ ډول خطر به ورته متوجه نه وي.
طالبانو کلونه له افغانانو سره په دې پلمه جګړه وکړه چې ولې له امریکا سره هوکړې او ستراتيژيکې اړیکې لري، خو اوس یې خپله ورسره هوکړه وکړه او د ستراتيژیکو اړیکو او ملګرتیا ژمنه یې ورکړه.
که څه هم د طالبانو وسله وال له دې موضوع نه دي خبر، خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې د جګړې له درکه په لاس راغلې پیسې ټولې د طالبانو رهبري وهي او وسله وال یې د اور خولې ته درولي او هره ورځ قرباني ورکوي.
دا ورځ راتلونکي ده چې د طالبانو نورې پټې معاملې او پلانونه راښکاره شي چې کلونه جګړه جهاد نه بلکې فساد و او سلګونه زره افغانان د طالبانو د کاذبو تبلیغاتو له کبله قرباني شوي دي.

Comments