امریکا: چې په پاکستان کې ترهګر ونه ځپل شي په افغانستان کې امنيت نه راځي

comments 0

هندوکش: د امريکې د استخباراتو ادارې د سه شنبې په ورځ ددې هیواد سنا ته ويلي چې په افغانستان کې د ثبات په خاطر باید په پاکستان کې د ترهګرو خوندي مراکز له منځه يو وړل شي.
د امریکې د ملي استخباراتو ادارې مشر ډانيل کوټس د يوې سناتورې د پوښتنې په ځواب کې ويلي دي:
«د افغانستان لپاره د یوې ګټورې سټراټیژۍ په تيارولو کې دا مهمه ده چې امریکا له پاکستان سره کار وکړي څو په خپل هېواد کې د ترهګرو خوندي ځالې له‎منځه یوسي.
.» ښاغلې کوټس ويلي دي:« پاکستان نه دی توانیدلی هغه سخت دریځې وسله‎وال وځپي چې په افغانستان او هندوستان کې بریدونه کوي.» هغه زياته کړې چې پاکستان د ترهګرو په له منځه وړو کې پاتې راغلی دی او همدا ډلې په سيمه کې د امريکې ګټو ته هم ګواښ پيښولی شي.
نوموړی وايي پاکستان له سختې انزوا سره مخ دی او هر لوري ته لاس اچوي.
امريکايي مسولینو ويلي دي چې پاکستان نه غواړي افغانستان حتی له هندوستان سره دوستانه اړيکې هم ولري حال دا چې دا د يو آزاد هیواد مسلم حق دی. دوی وايي چې په پاکستان کې د حقاني شبکې په ګډون شل ترهګرې ډلې فعاليت کوي، او په سیمه کې ثبات د پاکستان په خیر هم دی خو دا هیواد ترهګر داسې کاروي چې فکر کوي دوی به يي وګټي خو داسې نه ده بلکه دوی به يي حتمي بايلي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي دي چې همدا اوس د طالبانو ټول مشران په پاکستان کې ديره دي او په افغانستان کې د هر مرګوني بريد پلان په پاکستان کې جوړيږي. پوځي شنونکي وايي چې په پاکستان کې د دين په نوم جوړې شوې مدرسې په اصل کې د افغانستان د تباهۍ هغه مراکز دي چې په پاکستان کې کفر مشروع بولي خو په افغانستان کې حتی خلک ژوند ته هم نه پريږدي.

فکور (نعیمی)

Comments

Leave a Reply