امریکا په افغانستان کې له وچکالي ځپلو سره د مرستې اعلان وکړ

comments 0

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس یوې خبري ناستې ته وویل، امریکا پام کې لري چې له وچکالي ځپلو سره د ۴۴ میلیون ډالرو مرسته وکړي.
په غونډې کې چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزیر ښاغلي نصیر احمد دراني ترڅنګ د خوړو نړیوال سازمان استازی هم ونډه اخیستې وه دراني وویل، چې دغه پیسې به له شاوخوا ۱،۴ میلیون زیانمن شویو کسانو څخه د ملاتړ او د خوراکي توکو او اولیه موادو رسولو ته زمینه برابره کړي.
نوموري زیاته کړه، چې حکومت به څه باندې ۶۰ زره مټریک ټنه غنم د خوړو نړیوال سازمان په واک کې ورکړي او د غنمو د پروسس، انتقال او د وېش په بهیر که هم له یاد سازمان سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږۍ ادارې مشر توبي لېنزر ویلي و، افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخ دی چې په تېرو څو کلونو کې بې ساری دی.
لېنزر ویلي وو، چې افغانستان کې ۵،۵ میلیونه وګړي د وچکالۍ له امله بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
لېنزر ویلي، راروان بشري ناورین به نه یوازې خلک زیانمن کړي، بلکې ټولې لاسته راوړنې به هم له لاسه لاړې شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments