امریکا پر پاکستان د فشارونو برخه کې له احتیاط کار اخلي

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکايي چارواکو ویلي، طالبانو باندې د فشار راوستو برخه کې پر پاکستان د امریکا وړتیا کمه ده.

نیوز ویک امریکایي مجلي لیکلي، افغانستان کې د امريکايي ځواکونو دوامداره حضور د طالبانو د ملاتړ لپاره پر پاکستان د فشار راوستو په برخه کې د دوى وړتيا کمه کړې ده، ځکه په باور یې د ځواکونو د سمبالښت لپاره امریکا د پاکستان مواصلاتي لارو ته اړتيا لري.

نیوز ویک مجلي لیکلي، که امریکا له افغانستان ځواکونه وباسي، نو امریکا به د پاکستان مواصلاتي لارو ته اړتیا پیدا نه کړي او د دغې اړتيا له ختمېدو سره به د امريکا سياسي او اقتصادي ځواک ډېر شي چې د اسلام اباد له لوري د افغانستان د ثبات ويجاړولو مخنيوى وکړي.

له دې سره نیوز ویک لیکلي، که امریکا د خپلو سرتیرو د ویستلو پرېکړه وکړي، نو ۶۱ سلنه امریکایان به یې ملاتړ وکړي.

خو امریکا به له افغانستان د خپلو زرګونو سرتېرو له ایستلو وروسته هم افغانستان کې یو مهم لوبغاړی وي.

فکور نعیمي

Comments