امریکا: پر طالبانو به بریدونه دوام وکړي

comments 0

هندوکش – امریکا: تر هغې چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، هوايي او ځمکني بریدونه به دوام ومومي.
د امریکا د مرکزي قوماندې یو قوماندان جنرال جیفري هریګین ویلي، د طالبانو پر وړاندې به یې د سولې خبرو تر پیله هوايي بریدونه دوام وکړي، څو د طالبانو سرچینې ختمې کړي او هغوی ونه شي کولی چې په خپلو پښو ودرېږي.
د هریګین په خبره، د دوی هوايي بریدونه د جګړې په ډګر کې افغان ځواکونه برلاسي کوي او د همدې موخې لپاره به هوايي بریدونه دوام وکړي.
امریکا په تمه ده چې طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني او د افغانستان د جګړې په بس به خبرې وکړي.
امریکا د سولې د هغو خبرو ملاتړ کړی چې د افغانستان په مالکیت کې وي.
فکور نعیمي

Comments