امریکا: پاکستان دې سستي نه کوي

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا لوړپوړي چارواکي وايي، پاکستان دې د حقانې شبکې او طالبانو پر وړاندې نور سستي نه کوي.
سپينه ماڼۍ وایي، مرستیال ولسمشر مایک پینس د پاکستان له لومړي وزیر سره کتنه کې ټینګار کړی چې اسلام اباد دې حقاني شبکه او طالبان وځپي او نور دې پرې رحم نه کوي.
خان اقا عباسي ته ویل شوي چې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې رښتني همکاري وکړي.
افغانستان کې د امریکا سفر بیا په طالبانو غږ کړی چې روغه جوړه وکړي او جګړه بس کړي.
جان باس په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو ملاتړ کړی چې ټولې خواوې پرې راضي وي.
فکور نعیمي

Comments