امریکا ولې خبرې پټې ساتي؟

comments 0

هندوکش – کابل: امريكا په سيمه كې اهداف لري ځكه له طالبانو سره خبرې پټې ساتي.
لندن كې د ستراتېژيكو مطالعاتو د مركز غړي صلاح الدين سعيدي ویلي، امريكا د نړۍ لوى ځواك دى، په روسيه، چين، ايران او افغانستان كې خاص اهداف لري، نو ځکه خبرې پټې ساتي.
سعیدي ویلي، فكر كوي چې هېڅوك دا حق نه لري چې له امریکا وغواړي دغه خبرې او اهداف ورسره شريك کړي.
د هغه په خبره، البته كه له خبرو داسې ټكي راووتل چې د اعتراض وړ وو، بيا پرې اعتراض كېداى شي.
نوموړي د امریکا غږ ډیوه راډیو سره په مرکه کې ویلي، د امريكا او طالبانو تر منځ د امريكايي پوځونو د ايستلو او له طالبانو د تضمين اخيستل چې لوېديز ته به ګواښ نه وي، تر هغو بې معنا دي چې د افغانستان د راتلونكې په اړه پرېكړه نه وي شوې.
سعيدي زیاته کړې، د ښځو حقوق، بشري حقوق، د ۱۸ كلونو لاسته راوړنې داسې يادول چې د قطر په خبرو كې يې بايد امريكا او طالبان ومني، يو بېځايه بحث دى.
فکور نعیمي

Comments