امریکا وروستي بریدونه غندلي

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکا متحده ایالاتو افغانستان کې وروستي ترهګریز بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې په غور، کابل، غزني، پکتیا او کندهار ولایتونو وروستي ترهګریز بریدونه غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکې ښودلې.
خبرپاڼه کې راغلي چې امریکا به تل د افغانانو تر څنګ وي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې به یې یوازې پرېنږدي.
د کابل برید مسولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی او نور بریدونه طالبانو کړي.
فکور نعیمی

Comments

Leave a Reply