امریکا له پاکستان د عملي اقدام غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکا له پاکستان غوښتي چې د وسله والو مخالفینو پر ضد لاس په کار شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې، د پاکستان پر رول ټینګار شوی او ترې غوښتل شوي چې باید د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې او د مخالفو وسله والو پرضد جدي او دوامداره اقدامات وکړي.
د افغانانو ترمنځ د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا نوی استازی زلمی خلیلزاد هم په دغه سفر کې له پمپیو سره ملګری و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له پاکستاني چارواکو سره تر کتو وروسته خوشبیني ښکاره کړې او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم ویلي چې دې هیلمن دی.
تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د دغه هېواد دفاع وزیر جېمز مټیس به نن په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.
فکور نعیمي

Comments