امریکا له قزاقستان سره د افغانستان په وضعیت خبرې کوي

comments 0

هندوکش – امریکا: ټاکل شوې نن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قزاقستان له ولسمشر نور سلطان نظربایف سره وګوري چې د افغانستان په وضعیت به هم خبرې ورسره وکړي.
سپينه ماڼۍ وايي، دواړه مشران به د افغانستان په ګډون پر ګڼو نړيوالو ګواښونو خبرې وکړي.
د قزاقستان دولتي اژانس د راپور له مخې ټرمپ او نظربایف به د سوداګرۍ د مسایلو تر څنګ له روسیې سره د اړیکو او د سوریې د جګړې په اړه هم خبرې وکړې.
د قزاقستان د ولسمشر سلاکار سانات کوشکومبایف وایي، په دې غونډه کې به هم د افغانستان پر وضعیت او د سوریې پر جګړې او له روسیې سره پر اړیکو تمرکز وشي.
تمه کېږي چې افغانستان به د قزاقستان له‎خوا د امنيت شورا د مشرۍ پر مهال د اجنډا په سر کې وي.
لمر آشنا

Comments

Leave a Reply