امریکا له طالبانو سره خبرې نه کوي

comments 0

هندوکش – امریکا: طالبان دې د واشنګټن پر ځای له افغان حکومت سره مذاکراتو ته کیني.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د سولې په تړاو د افغان حکومت وروستی دریځ طالبانو ته ډیر ښه فرصت دی.
د سویلي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکارې الیس ویلس په یوه غونډه کې دغه خبرې وکړې او امریکا یې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړې په توګه وبلله.
ویلس وروسته له هغې دا خبرې کوي چې تیره اونۍ د کابل پروسې کنفرانس کې ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې لپاره بې سارې وړانديزونه وکړل.
لمر آشنا

Comments

Leave a Reply