امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتل پیل کړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه وايي چې له افغان حکومت سره د ګډې اعلامیې او د طالبانو سره د موافقې په اساس یې له دغه هېواد څخه د خپلو ځواکونو کمول پیل کړي دي.
اعلامیه وايي چې دغو ځواکونو په مشروط ډول له افغانستان څخه وتل پیل کړي دي او ” په ۱۳۵ ورځو کې به یې شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شي”.
د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لېګیټ د دوشنبې په ورځ (مارچ۹) په اعلامیې کې ویلي دي: “امریکايي ځواکونه د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره ټول امکانات او صلاحیتونه په واک کې لري چې په کې د داعش د خراسان او القاعدې ډلو خلاف د ترویزم ضد عملیات او د افغانستان د امنیتي او د فاعي ځواکونو ننګه شامل دي.”
له افغانستان څخه په مشروط ډول د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله له وسله والو طالبانو سره د موافقې مهم شرط و. خو امریکایي ځواکونه وايي که طالبان په خپلو ژمنو وفا ونکړي، دا تړون ماتېدلی شي.
دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ امریکايي سرتېري مېشت دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments