امریکا: طالبان دې منزوي شي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا متحده ایالات وايي، یواځنی ځای چې طالبان کولی شې خپل اهداف ترلاسه کړی، هغه د خبرو مېز دی نه د جګړې ډګر.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالیوان د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې د خبرو په مهال وویل، دا وضعیت چې طالبان د سولې خبرو اترو ته لېوالتیا نه ښيي، باید بدل شي.
جان سالیوان وویل د دې لپاره باید طالبان منزوي او د تمویل او تجهیز سرچینې يې له منځه یوړل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال د کوم هېواد نوم له یادولو پرته وویل، ځیني مشخص هېوادونه د غیر مؤثرو تګلارو په خپلولو سره د داعش پر ضد د مبارزې په نوم له طالبانو ملاتړ کوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply