امریکا: روسیه د افغان حکومت لپاره ګواښ دی

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي روسیه او ایران د افغانستان حکومت لپاره ګواښ دي.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان سالیوان کانګرس ته وویل چې د روسیې او ایران لخوا د طالبانو ملاتړ د افغانستان حکومت لپاره ګواښ دی.
نوموړي چې افغانستان کې د ایران پر زیاتېدونکي نفوذ اندېښنه څرګنده کړه وویل، ایران په هغو ځایونو کې له طالبانو سره مرستې کوي چې دوی پرې سخت بریدونه کوي.
په دې وروستیو کې ایران او ورسیې له داعش د ګواښ په پلمه طالبانو سره نظامي مرستې زیاتې کړي دي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply