امریکا: روسیه د افغانستان بې ثباته کولو ته کار کوي

comments 0

هندوکش – کابل :امریکا یو ځل بیا ټینګار وکړ چې روسیه له طالبانو څخه د افغانستان بې ثباته کولو لپاره ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان، جان نیکلسن رسنیو ته ویلي، چې طالبانو ته وسلې له تاجکستان څخه لېږدول کېږي.
نوموړي همداراز ویلي، روسیه په افغانستان کې د داعش ډلې په حضور کې مبالغه کوي تر څو د طالبانو کړنو ته پوښښ ورکړي او ورته مرستې ورسوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغان ځواکونو څو ځلې ورته هغه وسلې ورکړي چې روسیې طالبانو ته ورکړي دي.
په ورته وخت کې روسیې په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments