امریکا د پاکستان د عملي اقدام په تمه ده

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا استخبارات وايي، پاکستان لا هم د امریکا فشارونو په ځواب کې کوټلي ګامونه نه دي اخیستي چې امریکا قانع کړي.
د امریکا د ملي استخباراتو رییس ویلي چې پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ژمنتیا نه ده ښودلې او استخباراتي مالوماتو شریکول یې هم کم کړي دي.
دغې ادارې له کانګرس غوښتي چې د افغانستان د ثبات لپاره اړتیا ده چې په پاکستان باندې لا ډیر قیودات وضع شي چې د ترهګرۍ له ملاتړ لاس واخلي.
دغې ادارې د امریکا کانکرس سره په خبرو کې همداراز په ۲۰۱۸م کال کې د جګړې د احتمالي زیاتیدو خبر هم ورکړی چې تر شا به یې د پاکستان لاس وي.
خو د افغانستان ملي دفاع وزارت ډاډ څرګند کړی چې د ترهګرو پروړاندې افغان ځواکونو عملیات سخت کړي او ترهګر به هیڅکله په مخامخ جګړه کې بریالي نه شي.
دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي، پر ترهګرو د افغان ځواکونو هوایي بریدونو له ترهګرو لار ورکه کړې او زیاتو سیمو کې سخت ځپل شوي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply