امریکا د مرستو د دوام ژمنه وکړه

comments 0

هندوکش – کابل: د مرکزي او سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز له اجرایه رییس عبدالله سره لیدنه کې ژمنه کړې چې امریکا به په افغانستان کې پوځي حضور او مرستو ته دوام ورکړي.
ویلز ډاډ ښودلی چې امریکا به تر هغې په افغانستان کې وي، تر څو چې وضعیت پوره ډاډه شوی نه وي.
اجرایه رییس په دې لیدنه کې د امریکا د مرستو او پراخ ګډون هرکلی کړی او تمه یې ښودلې چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې امریکا خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.
ویلز تمه ښودلې چې افغانان به سولې ته د رسیدو تر څنګ ښه ولسمشریزه ټاکنې ولري او په دې برخه کې امریکا همکاري کوي.
ویلز دغه راز ویلي چې د سفر په اوږدو کې به ملکي برخه کې په مرستو او همکاریو باندې افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
عبید رادپور

Comments