امریکا د قطر رول مهم بللی

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا د باندنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په بهیر کې د قطر مرسته اغیزناکه بللې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر نئورت وویل “الیس ویلز د قطر د صدراعظم له مرستیال او له نورو لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د وضعیت پر سر خبرې کړي دي..
قطر د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او ویل کیږي چې له طالب مشرانو سره ښې اړیکې لري.
په دې وروستیو کې متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان هم په افغانستان کې دسولې راوستلو لپاره هلې ځلې چټکې کړي دي.
فکور نعیمي

Comments