امریکا د سپاه پاسداران پر مالي ملاترکوونکو بندیز لګولې

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکایي ورځپاڼو نه په خبرونو کې راغلي چې، امریکا په ۲۵ کسانو او بنسټونو، د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک ته له یو میلیارډ څخه د ډېرو ډالرو د لېږد په خاطر بندیزونه لګولي دي.

بلخوا د امریکا د خزانې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا تازه بندیزونه، پر هغو نسبتاً مخکښو شرکتونو لګېدلي چې له سپاه پاسداران، د ایران د دفاع وزارت او د دې هېواد له وسله والو ځواکونو سره په ایران کې دننه، متحده عربي اماراتو او ترکیه کې په اړیکه کې وو.

د بندیزونو په لیست کې د څو بانکونو او مالي بنسټونو لکه انصار بانک، اطلس صرافي او د ایرانیانو د اطلس شرکت په څېر نومونه لیدل کېږي. د امریکا د خزانې وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، دوی هڅه کوي پر ایران اقتصادي فضا نوره هم تیاره کړي او داسې بندیزونه ورباندې ولګوي چې یاد هېواد مجبور کړي څو د امریکا له اوامرو سرغړونه ونه کړ.

محمد حنیف بیدار

Comments