امریکا د زراعت په برخه کې پانګونه کوي

comments 0

هندوکش – امریکا: د کرنې او مالدارۍ وزارت د امریکا له پراختیایي ادارې یا یوسایډ سره یو ګډ پروګرام پيل کړ چې له مخې به یې د زراعت په پراختیا کار وشي.
دا پروګرام د نولس میلیونه ډالرو په ارزښت په هرات،نیمروز، بادغیس او فراه ولایتونو کې د کرنې او مالدراۍ سکتور د زنځیري پیاوړتیا په برخه کې ولګول شي.
د کرنې اومالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وايي، په دغه ۳ کلنه پروژه نولس میلیونه ډالر لګښت راځي چې د امریکا پراختیایي اداره یې ورکوي.
په کابل کې د امریکا د پراختیايي ادارې مشر هربي سمیت وايي، د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې د کرني اومالدارۍ رول خورا مهم دی،ځکه اویا سلنه افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
د سمیت په خبره، د زراعت پیاوړتیا د امریکا پراختیایي ادارې لومړیتوب دی او امریکا به د کرني برخه کې پانګونه ډیره کړي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply