امریکا د ترهګرو د ماتې لپاره اراده لري

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: امریکايي پوځیان غواړي د سوریې او عراق هوايي تجهیزات په افغانستان کې ځای په ځای کوي.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وايي، په سوریه او عراق کې یې داعشیان مات کړي او په افغانستان کې به طالبانو ته داسې ګوزارونه ورکړي چې په تېرو کلونو کې بې ساري وي.
دوی چې تازه دوه جنګي او کشفي الوتکې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره چمتو کړې وې وویل ، د افغان ځواکونو کشفي برخه کې به یو په درې زیاتوالی راولي.
د څرګندونې په هغو مراسمو کې وشوې چې امريکا د بلک هاګ الوتکو دوهمه جوپه هم افغان ځواکونو ته وسپارله.
د افغان هوايي پوځ مسوولين وايي، په دغو څلور الوتکو سره له افغانستان سره د امریکا له لورې د مرسته شویو بلک هاګ الوتکو شمېر اتو ته ورسېد.
د مسوولينو په خبره د دغو الوتکو په مرستې سره به له وسله والو سره په روانه جګړه کې د افغان ځواکونو د ستونزو کچه راټيټه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply