امریکا د بهرنیو مرستو بودجه کې ۱۱ میلیارده ډالره کم کړي دي

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پریکړې له مخې د امریکا حکومت د بهرنیو مرستو په برخه کې ۱۱ میلیارده ډالر کم کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د کانګرس په استماعیه غونډه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بهرنیو مرستو او دیپلوماسۍ په برخه کې د بودجې کمېدو د پرېکړې ملاتړ کړی، خو ویلي یې دي، چې د امریکا بهرنیو هدفونو ته به زیان و نه رسیږي.

په کانګرس کې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو استازو د بودجې پر کمېدو نیوکې کړې دي.

د کانګرس د بهرنیو چارو د کمېټې مشر ایلیت اینګل وايي دوی د ټرمپ له دغې پریکړې سره مخالف دي.

د امریکا د حکومت بهرنۍ مرسته په داسې وخت کې کمه شوې ده چې په تازه اقدام کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان سره د ۶۱ میلیون ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.

فکور نعیمي

Comments