امریکا: د افغان ځواکونو پياوړتیا ته ژمن یو

comments 0

1 Views

امریکا: د افغان ځواکونو پياوړتیا ته ژمن یوهندوکش – پنتاګون: پنټاګون ویلي ، تر هغې به له افغانستان ونه وځي څو یې دلته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي کړي نه وي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندانۍ ته نوماند سکاټ مېلر د امریکا کانګرس ته په خبرو کې ویلي، که بهرني ځواکونه له افغانستان ژر ووځي، نو ترهګرې ډلې به یو ځل بیا پیاوړې شي او جګړه به لا زور واخلي.
مېلر ویلي، چې پاکستان، روسیه او ایران په افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کوي او تاوتریخوالي ته لمن وهي.
مېلر ټینګار کړی چې د افغانستان کړکېچ د حل لپاره یوازې پوځي فشارونه بسنه نه کوي او اړتیا ده چې پر طالبانو ډيپلوماټیک او ټولنییز فشارونه هم زیات شي.
ویل کېږي چې د امریکا کانګرس به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ ته د سکاټ مېلر نوماندي تایید کړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments