امریکا د افغان پوځ پر روزنه او تجهیز تمرکز ډیروي

comments 0

هندوکش – کابل: له ارګه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، ولسمشر محمد اشرف غني امریکا پوځي جنرال سره لیدلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان جنرال مک کینزي سره کتلي دي او هغه ژمنه کړې چې د افغان پوځ پر روزنې او تجهیز به د امریکا تمرکز ډېرېږي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، په دغه کتنه کې دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې، سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه بحث او خبرې کړې.
ولسمشر په بېلابېلو برخو کې د امریکا له همکاریو مننه کړې او مک کینزي ته یې په نوي ماموریت کې د بریا هیله کړې ده.
جنرال کینزي ولسمشر ته ویلي، امریکا د افغانستان حکومت ستراتیژیک همکار دی او کوښښ به وکړي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، تمویل او تجهیز په برخه کې لا ډېر تمرکز وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments