امریکا د افغان سولې لپاره کار کوي

comments 0

هندوکش – کابل: د امریکا د دفاع وزیر د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خوشبیني څرګنده کړې.
د امریکا د دفاع وزیر، جېم متیس وایي چې تر بل هر وخت ډیر اوس په افغانستان کې د سولې د راوستلو هلې ځلې چټکې او پراخې شوي دي.
سره له دې چې متیس، طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې اترې تائید نه کړې خو د “پرانستو چینلونو” شتون یې تایید کړ.
تیره میاشت امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې د جګپوړو امریکايي چارواکو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره خبرې وکړې.
تراوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو جزیات نه دي ډاګیز شوي، خو امریکا ویلي چې خبرې باید له افغان دولت سره وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments