امریکا د افغان حکومت د اصلاحاتو ستاینه کړې

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په افغانستان کې د اصلاحاتو او د پرمختګونو ستاینه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، جان سالیوان رسنیو ته ویلي چې افغان حکومت د اداري فساد سره په مبارزه کې او د حاکمیت په پیاوړي کولو کې ښه اقدامات کړي.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او باید چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي.
سالیوان کابل ته راغلی و او دلته یې له چارواکو او خلکو سره له نږدې خبرې کړي دي.
فکور نعیمی

Comments

Leave a Reply