امریکا د افغانستان هوايي ځواک سره مرسته کوي

comments 0

هندوکش ـ امریکا: ایم ډي هیليکوپتر کمپنۍ وايي، د امریکا له پوځ سره یې د ۳۴ ميلیون ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړ چې پر اساس به یې دا شرکت د افغانستان د هوايي ځواک د سپکو جنګي الوتکو (MD 530F) او هیليکوپترو لوژستیک ملاتړ کوي.
د دې قرارداد پر اساس، ایم ډي هیليکوپتر کمپنۍ به د اریزونا په میسا او د افغانستان په کابل کې د افغان هوايي ځواک د الوتکو ترمیم، ساتنه او ارتقا په غاړه اخلي.
دا کمپنۍ به خپل کار د ۲۰۲۱ د مې تر ۳۱ پورې بشپړوي.
دې کمپنۍ د افغانستان هوايي ځواک ته تراوسه ۶۰ سپکې جنګي الوتکې ورکړي دي.
فکور نعیمي

Comments