امریکا د افغانستان د وضعیت په تړاو له خبرو منکره ده

comments 0

1577 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا دفاع وزارت ویلي، هېڅکله یې هم ژمنه نه ده کړې چې افغانستان کې به ډیر ژر وضعیت
ښه شي.
د امریکا دفاع وزیر، جیمز مټیز ویلي، وړاندوینه یې کړې وه چې جګړه به افغانستان کې لا سختېږي.
نوموړي همداراز ویلي، د امکان تر حده کوښښ کوي چې د وسله والو بریدونو مخه ونیسي خو په وینا یې بیا هم ځینې یې په بریدونو بریالي کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې مټیز ویلي و، چې افغانستان کې به د امریکا ستراتیژي بریالۍ وي.
نیوکه دا ده چې د بهرنیو ځواکونو په راتګ سره د افغانستان امنیتي وضعیت ورځ بلې ته مخ پر خرابېدو دی او دغه ځواکونه په هېڅ صورت نه شي کوی امنیت تامین کړي.
فکورنعیمي

Share this page to Telegram

Comments