امریکا: داعش په پښو غورځیدلی

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکایي ځواکونه وایي، داعش ډله افغانستان کې له طالبانو سره له سیالۍ لویدلي دي.
د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مشاور او امريکايي شنونکی سېت جونز وايي طالبان د افغانستان ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې لري خو داعش یوه سلنه هم نه لري.
جونز، بزنس اینسایډر ویبپاڼې ته په مرکه کې ویلي داعش هیڅکله نشي کولای د ولس پر اذهانو نفوذ وکړي.
جونز وویل که د داعش پر وړاندې عملیات همداسې دوام پیدا کړي پاکستان، بنګلدیش او سویلي اسیا ته به وتښتي.
امریکا باور ښودلی چې افغان ځواکونه د داعش پروړاندې مبارزه کې بریالي روان دي او هیڅکله به اجازه ور نه کړي چې افغانستان کې سیمي ونیسي.
فکور نعیمِی

Comments

Leave a Reply