هندوکش _ فلسطین: د آزادی رادیو د خبر له مخي امریکا په اسرائیل کې خپل سفارت رسماً له تل ابیب څخه بیتالمقدس ته انتقال کړي.
ویل ګیږی چې بیتالمقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړې اسرائیل خوښ کړی دی، خو د فلسطینیانو، د امریکا د متحدانو او یو شمېر نورو هېوادونو مخالفت او غوسه يې پاردولې ده.
ټاکل شوې ده چې د سپینې ماڼۍ یو پلاوی او اسرائیلي چارواکي به په بیتالمقدس کې د متحده ایالاتو د سفارت د پرانېستلو په مراسمو کې ګډون وکړي.
بل لورته تمه کېږي چې زیات شمېر فلسطینیان د دې اقدام په مخالفت کې په غزه او نورو سیمو کې مظاهرې وکړي.
د ملګروملتونو د عمومي اسامبلۍ ۱۲۸ غړو هېوادونو بیتالمقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو په اړه د امریکا د ولسمشر د پریکړې مخالفت کړی دی.
فسلطینیان ختیځ بیتالمقدس د خپل راتلونکې دولت پایتخت ګڼي.
منبع: آزادی رادیو ـ سپوږمۍ پوپلزۍ
امریکا خپل سفارت بیت المقدس ته انتقالوي
