امریکا خپله جاله پورې باسي، د افغانانو دې ډوبه شي/عبدالمنان توحیدیار

comments 0

کابل او ننګرهار کې له بریدونو وروسته چې له دوه سوه ډير ملکی وګړي پکې قرباني شول، په نړیواله کچه وغندل شول.
که څه هم دې بریدونو کې طالبانو لاس لرل رد کړل، خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې طالب د هغه برید مسوولیت اخلي چې خوښه یې شي.
نور هغه بریدونه چې د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو لپاره کیږي، طالبان یې په ښکاره مسوولیت نه اخلي، خو ټول پوهیږي چې دا ډول بریدونه د طالبانو کار دی.
لکه د طالبانو منځ کې چې د سولې پر سر اختلاف دی او دا اختلاف رسنیز شوی هم دی، د طالبانو جنګي ډله نه غواړي چې د سولې خبرې بریالۍ شي او له همدې کبله داسې بریدونه کوي چې تاوتریخوالی زیات کړي.
دا ښکاره ده چې دا ډول بریدونه د سولې خبرې سبوتاژ کوي، له دې امله چې طالبان نه غواړي تاوتریخوالی بس کړي او د هر ډول تاوتریخوالي لامل همدا طالبان دی.
که اوربند وشي، بیا به تاوتریخوالی او جګړه چرته وي، خو همدا د طالبانو جګړه ده چې نورو ترهګرو ډلو ته یې د فعالیت بستر برابر کړی دی.
امریکا له دې ټولو خبره ده، چې افغانستان کې د هر ډول تاوتریخوالي مسوولیت پر طالبانو دی ، خو له دې سره بیا هم د طالبانو ملګرتیا کوي.
لامل دا دی چې امریکا نه غواړي د یو نیم کال خبرې چې پایله یې له طالبانو سره هوکړه شوه، زیانمنې شي.
امریکا غواړي چې له افغانستان پښې سپکې کړي او ځان لپاره یوه د وړو پوزه برابره کړي، له همدې کبله یې هوکړه وکړه.
اوس چې خلیلزاد د دې بریدونو په غبرګون کې طالبانو ته برات ورکړی چې دا ډول بریدونه نه کوی، دا په ښکاره د امریکا دریځ دریځ په ډاګه کوي چې غواړي افغان حکومت باندې فشار راوړي، تر څو طالبانو سره د هغوی په خوښه سوله وکړي.
افغان حکومت د سولې لپاره نیت او اراده ښودلې، زندانیان یې خوشې کړل او شاوخوا دوه میاشتې یې عملیات او تعرضي بریدونه و نه کړل، خو طالبانو له دې ارادې ناسمه ګټه واخیسته او داسې وانګیرله چې ګنې افغان ځواکونه د جګړې توان نه لري.
افغان ځواکونه د یو امر تابع دي او هغه امر دا دی چې جګړه د سولې لپاره ده او کله چې د سولې فرصت رامنځ ته شي، نباید د جګړې له کبله له لاسه وویستل شي.
امریکا به طالبانو ته په تاوتریخوالي کې برات ورکړي، خو افغانانو قضاوت څه دی، افغانان د دې ټولو پېښو مسوول طالبان ګڼي، ځکه چې نه غواړي د سولې خبرې بریالۍ او جګړه پای ته ورسیږي.
امریکا د خپل ځان ویستلو لپاره طالبانو سره داسې موارد منلي چې هغه په افغانانو پورې اړه لري، او افغانان تر هغې پر طالبانو باور نه شي کولی، تر څو چې طالبان عملي اقدام و نه کړي.
که امریکا د کابل او ننګرهار له بریدونو طالبانو ته برات ورکوي، نو د پکتیا برید به څنګه شي، هغه برید چې طالبانو یې مسوولیت ومنه او ۴ ملکي وګړي پکې شهیدان او ۲۴ نور ټپيان شول.

Comments