امریکا ته سفر او لاس ته راوړنې / سید عبدالله پاچا

comments 0

امرالله صالح ، د ولسمشر لومړی مرستیال
د دې سفر اساسي هدفونه
د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د اړیکو پياوړي کول او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه وضاحت ورکول او ترلاسه کول.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستو، د پراختیايي برخې او بشر دوستانه مرستو څخه د موثرې استفادې په اړه بحثونه، اړتیا وه چې په افغانستان کې د امریکا مستقیم حضور په کمیدو سره نویو لارو چارو باندې بحث وشي، تر څو دواړه دولتونه هم خط او هم نظر ولري، د حساب ورکولو او شفافیت په اړه هم سفر کې بحثونه وشول.
د سولې مذاکراتو په تړاو بحثونه چې دا پروسه اوس پيچلي حالت کې ده او تراوسه افغان حکومت له دې مذاکراتو هیڅ لاس ته راوړنه نه لري، موږ امریکا ته د مالومات ورکړل چې د طالبانو ستراتيژي څه ده او په اوسني وضعیت کې د یوې الې په توګه استفاده کیږي او د طالبانو ملاتړي چې د طالبانو د مغز رول لوبوي د طالبانو برنامې مدیریت کوي.
د ترهګرو ډله ییز بریدونه او عملیات دا ښکاره کوي چې د دې ډلې تر شاه یوه منظمه نظامي دستګا کار کوي او د طالبانو د همغږي مسوولیت لري، موږ په دې تړاو مادي او معنوي ثبتونه هم لرو.
موږ د اسلامي جمهوریت قانونمنده لار باندې ځو، وروستیو کې د یو شمېر سیمو لاس په لاس کیدل د دې مانان نه دي چې ګنې موږ د ترهګرو له عملیاتو په شا شوي یو، د طالبانو د جګړې اعمال داسې دي چې خلک شکنجه کوي، خلک اجباري بې کوره کوي، ماینونه ږدي، ښوونځي تړي، مشران توهینوي او شکنجه کوي، د مدنې ټولنو بنسټونه تړي، د بیان ازادي مخالف دي، زموږ سیاسي او عقیدتي بنسټونه په قانون اساسي استوار دي او په دې تړاو باندې د اسلام له اړخه پوره وضاحت ورکړل شوی دی، موږ ویاړ لرو چې هیڅکله مو د بشر حقونو لاسونه له امنیتي او عدلي ادارو څخه نه دي لنډ کړي، په داسې حال کې چې طالب هره سیمه نیولې هلته یې بشري جنایتونه کړي او د هغه چا پانګه یې ضبط کړې چې طالبانو سره همکار نه دي. له بده مرغه چې اوسمهال موږ ۵ میلیونه بې ځایه شوي لرو.
که طالب په دې ټولنه کې ځای درلودلی، په دومره کچه خلک به له کورونو نه بې ځایه کیدل، البته دې بې ځایه شویو کې به کم شمېره د اقلیم او وچکالۍ له کبله بې ځایه شوي وي، خو لویه برخه کې یې د طالبانو له وحشت او جهالت بې ځایه شوي دي.
د افغانستان خلک د نظام غوښتونکي دي، د دولت د پياوړتیا غوښتونکي دي، د افغانستان هره برخه چې تر فشار لاندې راشي، له کابل څخه د ملي اردو د استولو مرسته غواړي، زموږ ملي اردو او منظم قطعات ساری نه لري، د افغانستان خلک له هرې سیمې څخه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي، د ملي ځواکونو په تړاو د خلکو ملاتړ غونډې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د خلکو وسله وال پاڅون او دا ښيي چې زموږ مشروع قوه د خلکو په زړونو کې ځای لري.
ځينې وخت زموږ کمانډو ځواکونه لکه اسماني افت په یوه شېبه کې وضعیت بدل کړی، یانې ویلی شو چې په کمانډو ځواکونو باندې زموږ پانګونه ډير پر ځای ده او پایله یې ښکاره ده، هر څومره فشارونه چې تازه وضعیت کې راغلي، دولت له امنیتي مسوولیتونه اوږه نه ده خالې کړې، بلکې ملکي ادارې هم خپلو کارونو ته ژمن دي.
د سیمې په کچه په اقتصادي برخه کې د افغانستان بحثونه محوري شوي دي، له یو هېواد پرته نور ټول هېوادونه غواړي چې افغانستان سره پياوړې اړیکې ولري، مرکزي اسیا ته د افغانستان د سوداګرۍ پراختیا او دغه راز ایران ثابته کړه چې افغانستان یواځې خیرات نه دی ناست بلکې منابع لري چې د ګاونډیو لپاره د پآنګونې سبب کیږي.
موږ د پاکستان په تړاو هم د نظر وضاحت وکړ، اسلام اباد د طالبانو د کوربه په حیث کولی شي چې د سولې پروسه کې کلیدی رول لوبوي او په دې سره به وکولی شي چې د افغانستان د ملت باور خپل کړي. که پآکستان اوسنۍ پالیسي ته دوام ورکړي، دا به د پاکستان لپآره هیڅ په لاس را نه وړی، له الفاظو سره لوبې او د انکار سیاست د قناعت وړ نه دی، هیڅ امکان نه لري چې د پاکستان له ملاتړ پرته طالبان په افغانستان کې مقاومت وکړي، له طالبانو سره ملګرتیا شاید په لوړه بیه ورته تمامه شي، اوس وضعیت بدل شوی دی، اوس نه یواځې موږ، بلکې د پاکستان پارلمان کې بیداره وجدانونه شته چې د پاکستان د هغې پالیسي خلاف دي چې افغانستان کې خلک وژنی.
موږ د امریکا هغه تصمیم ته درناوی لرو چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، موږ د دې تصمیم د تمدید او بدلون په فکر کې نه یو، خو د همکاریو نوی بای او دې باب کې فرصتونو ته په تمه یو چې ګټه ترې واخلو.د نړۍ مرستې به دوام پيدا کړي، دا په موږ پورې اړه لرو چې له نړۍ سره اړیکې پیاوړې او دوامداره کړو.
د امریکا د دوه ګوندونو رهبران چې یو یې واک او بل یې اپوزسیون کې دی، د افغانستان له پلاوي ښه هرکلی وکړ او د همکاریو دوام باندې يې ټینګار وکړ، د امریکا دولتي بنسټونه د تحلیل له نظره زموږ سره همنظره دي. دوی ټولو زموږ نظریاتو او وړاندیزونو ته په دقت غوږ کیښود او د نویو همکاریو او مرستې ژمنه یې وکړه.
د امریکا ولسمشر په ډيره صمیمي فضا کې وویل چې د افغانستان خلک دې پوه شي چې سپينه ماڼۍ کې یو دوست لري، امریکا له خپلو ژمنو نه تیریږي او له خپلو ملګرو او متحدینو څخه مخ نه اړوو، او امریکا به نظامي، اقتصادي، بشردوستانه او دیپلوماتیکو برخو کې مرستو ته دوام ورکړی.
د سفر په حاشیه کې مو د کمرو له دید لیرې، له هغو ډلو او دوستانو سره ولیدل چې مخکنیو سفرونو کې مو لیدلي و، یا یې افغانستان کې نظامي ماموریت کړی و، خو اوس د امریکا په لوړو څوکیو باندې کار کوي، که اسانه یې ووایم، د امریکا ستراتيژي جوړوونکو سره مو ولیدل او خبرې مو ورسره وکړې، دوی زموږ سره خبرو کې ټینګار وکړ چې د امریکا مرستې به د ځواکونو له وتلو وروسته دوامداره وي، تر څو واک ته رسیدل د زور له لارې باطل شي او طالبان د خبرو میز ته کیني.
یوه نیمه ورځ سفر کې تر دې ډيرې لاس ته راوړنې نه وي، که ووایم د افغانستان په تاریخ کې به تر دې د لاس ته راوړنو ډک سفر نه و شوی.

Comments