امریکا ته افغاني صادرات زیات شوي

comments 0

په دې ورستیو کې د افغاني توکو بهر ته د صادرولو په برخه کې ډېر کوښښونه پیل شوي ترڅو بهرنیو هېوادونو ته د هوا او ځمکې له لارې افغاني محصولات او توکي ورسیږي او دا هېواد پرخپل ځان متقي کیدو ته نژدې کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي چې د امریکا هېواد د سوداګرۍ برخې له مسؤلینو سره يې ناسته ترسره کړې او ویل شوي دي، چې د دواړو هېوادنو ترمنځ د هوايي دهلیز له پرانستلو وروسته، دې هېواد ته د افغاني صادراتو په کچه کې له ۱۵ څخه تر شل سلنه پوري زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د پلاوي مشر عتیق الله نصرت وايي د افغاني صادراتو په چوپه کې چې امریکا ته صادریږي وچه میوه او زعفران هم شامل دي چې پردې هېواد سربیره به د سیمې نورو هېوادونو ته هم صادرشي.
د افغانستان او امریکا د شریکي سوداګرۍ برخې مشر جفري ګریکو ویلي په دې ګډه ناسته کې هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړده زیاته او سوداګریزه پراخه کړي.
د ګریکو له قوله په خصوصي برخه کې پکارده چې افغانستان لپاره زیات کار وشي او ددې کاري برخې کچه باید په چټکه توګه لوړه شي، ده زیاته کړه امریکا به راتلوونکي کال کې د انټرنیټي خدمتونو په برخه کې سل میلیونه ډالر پانګونه وکړي.
تیره اونۍ افغان ولسمشر نیمروز ولایت ته په سفر کې د هغه ۵۷۰ ټنه افغانۍ مالونو د حرکت په مراسمو کې برخه واخیسته چې د چابهار بندر له لاري هندستان هېواد ته په شلو لاریو کې وړل کیدل همداشان، افغان ولسمشر ویلي کوښښ کوي ترڅو هېواد د پراخو صادراتو له لارې پرخپل ځان متقي کړي هغه وویل کوښښ به وشي چې افغاني صادرات نړیوالو بازارونو ته زیات شي او ددې لارې څخه دوه میلیارده ډالر په لاس راشي نو هغه وخت موږ په خپله موخه کې بریالي یو.
سرچینه : خبریال

Comments