امریکا بیا پاکستان ته خبرداری ورکړی

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای ای) مشر ویلي چې له طالبانو سره تر روغې جوړې وړاندې باید پاکستان ډاډ ورکړي چې ترهګرې ډلې نور نه شي کولای چې په خاوره کې یې پټنځایونه ولري.
د امریکا څارګرې ادارې (سی ای ای) مشر مایک پمپیو ویلي، پاکستان دې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ننګه پرېږدي او طالب جنګیالي دې دا هم فکر هم له ذهن وباسي چې ګنې جګړه به وګټي.
مایک ویلي (( زموږ تمه له پاکستان دا ده چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې له موږ سره مرسته وکړي؛ څو ترهګرې ډلې کمزورې او د ورانکارو فعالیتونو وړتیا پیدا نه کړي.))
په ورته وخت کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر هم په پاکستان غږ کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.
ریک تیلرسن ویلي، (( موږ له پاکستان غواړو چې خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې پرېکنده ګامونه واخلي؛ پاکستان دې اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې ترهګر د دوی خلکو او سیمې ته ګواښ پېښ کړي.))
افغان ولسمشر غني طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي چې ترهګرو د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کې ماته خوړلې او خپل وروستی زور ازمایي.
ولسمشر غني وایي، د نړۍ هیڅ قدرت او ترهګره ډله نه شي کولای چې د افغانانو ارادې کمزورې کړي او یووالي ته یې زیان ورسوي.
فکور نعیمی

Comments

Leave a Reply