امریکا: ایران په افغانستان کې سیاسي لاس وهنه کوي

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکايي رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې ایران په افغانستان کې یو شمېر سیاسي کاندیدان تمویلوي.
د رسنیو او د امریکا دفاع وزارت خبرپاڼې پر بنسټ، ایران په افغانستان کې د داسې باثباته حکومت پلوي کوي چې د هغوی اهداف خوندي کړي لکه:
د داعش د خراسان ډلې محو کېدل.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د حضور ختمېدل.
د ایران اندېښنې لکه د اوبو وېش.
او سرحدي امنیت ته ځواب ووايي.

د پنتاګون په خبرپاڼه کې راغلي چې، ایران په افغانستان کې دوه اړخی سیاست چلوي: له یوې خوا غواړي چې د افغانستان حکومت په څنګ پورې وساتي او تجارتي او اقتصادي اړیکې ورسره پراخ کړي او له بله پلوه د طالبانو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم افغان حکومتي چارواکو د ایران له مداخلې سر تکولې او ویلي چې ایران په هرات هلمند او داسې نورو ولایتونو کې طالبانو ته سلاح او مهمات ورکوي.
فکور نعیمي

Comments