امریکا: اوربند پر طالبانو اغیز کړی

comments 0

هندوکش – پنتاګون: پنټاګون وایي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ درې ورځنی اوربند د سولې زیری وباله.
د ملي دفاع وزیر جیمس ماټیس وايي له ۱۷ کلنې جګړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د دواړو لورو ترمنځ د سولې د مذاکراتو لپاره مثبتې نښې را څرګندې شوې دي.
ماټیس د اشرف غني له لوري د اوربند غږ یو بې ساری حرکت ګڼي.
هغه زیاتوي چې د اوربند درې ورځو د حکومتي ځواکونو ترڅنګ پر طالب جنګیالو هم ژور اغیز کړی دی.
ماټیس داسې مهال دا خبرې کوي چې افغان ولس هم له ښکیلو خواو غواړي چې جګړه ودروي او د سولې خبرو اترو ته کیني.
فکور نعیمي

Comments