امریکا: افغان دولت او حقاني شبکه دې خبرې وکړي

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکا د افغان حکومت په مشرۍ له حقاني ډلې سره د سولې له خبرو ملاتړ کوي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت اداره وايي، د طالبانو په ګډون حقاني شبکې سره د سولې خبرې هم د امریکا په ستراتيژۍ کې دي او د دغې ډلې له مشرانو سره د سولې خبرو ملاتړ کوي.
د امریکا د ملي امنیت چارواکو ویلي د سولې خبرې باید له ټولو هغو ډلو سره وشي چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وویل، له ټولو هغو ډلو سره د سولې خبرو ته اماده دي چې سولې ته لیواله دي.
فکور نعیمی

Comments