امریکا افغان امنیتي ځواکونو ته د هایدرا په نوم راکټونه ورکوي

comments 0

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت ويلي، هایدرا راکټونه به د افغان هوايي ځواکونو وړتیا لوړه کړي او له ترورېزم سره په مبارزه کې به ګټور تمام شي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ویلي، دا چې افغان امنیتي ځواکونه نوي دي، نو نه یوازې د راکټونو برخه کې، بلکې د دفاع وزارت استخباراتي او ټیکنالوژي او هوايي څانګو کې هم د امریکا مرستو ته اړتیا لري.
پینټاګون ويلي، له جنرال ډاینامکس کمپنۍ سره یې د ۴۳ اعشاریه ۳ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت، د هایدرا په نوم د راکټونو جوړولو قرارداد کړی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments