امریکا افغانستان کې پوځي تجهیزات زیاتوي

comments 0

هندوکش – امریکا: د پينټاګون یو جنرال ویلي، چې امریکا د ځمکني پوځ په ګډون هوايي ځواک هم له عراق او سوریې افغانستان ته انتقالوي.
د امریکا د هوايي ځواکونو یو قومندان جیمز هکر ویلي ، اوس په سوریې او عراق کې جګړه پای ته رسېدلې او دې ته زمینه برابروي څو امریکا افغانستان ته خپل پوځي امکانات ولېږدوي.
نوموړي همداراز وویل چې په نوي امکاناتو سره به اوس کولای شي چې تر پخوا ډېر استخباراتي مالومات راټول کړي.
له دې سره دغه امریکايي قومندان وویل چې موخه یې په راتلونکو څو کلونو کې د افغان هوايي پوځ دری برابره کول دي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply