امریکا ، پاکستان ته د ۲۰۱۶ مالي کال پوځي لګښت نه ورکولو فیصله وکړه

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت وایي چې پاکستان ته غوښتل شوي هغه پیسې نه ورکول کیږي چې پوځې برخې کې استفاده ترینه اخیستل کیږي.
نیویارک تایمز ورځپاڼه لیکې چې دا پرېکړه کانګرس ته د دفاع وزیر جیمز ماتیس له دې وینا وروسته شوې چې پاکستان د حقاني شبکې خلاف ډېر څه نه دي کړي.
نیویارک تایمز د امریکا د دفاع وزارت د یوه ویاند آدم سټمپ له خولې وایي چې اوس مهال پاکستان ته دغه پیسې نه ورکول کیږي، ځکه وزیر ماتیس تایید نه کړه چې اسلام آباد دې د حقاني شبکې خلاف اړین ګامونه پورته کړي وي.
پرېکړه وروسته له دې شوې چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ ځکه سخت کړی چې غواړي دغه هېواد پر ګاونډي افغانستان د وسله والو د بریدونو مخه ونیسي.
سټمپ زیاته کړه:”دا پرېکړه د جنوبي اسیا پر سټراتیژۍ د سپینې ماڼې د کتنې پر پایلو چې لا روانه ده، اغېز نه لري.”
دا لومړی ځل نه دی چې پنتاګن د پاکستان د پوځي لګښت پیسې نه ورکوي. تېر کال هم پنتاګن د پاکستان د پوځي لګښت ۳۰۰ میلیون ډالر ترې ستانه کړل.
په تیرو څلورو کلوکې امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې ځکه خرابې شوي چې پاکستان خپلې خاورې کې د حقاني شبکې پټنځایونه او ډلې له منځه نه وړي.
فکور نعیمی

Comments

Leave a Reply