هندوکش – کابل: د جان مک کین په مشرۍ د کانګرس پلاوې په نن افغان چارواکو سره د افغانستان د وروستي وضعیت، د سولې بهیر او در افغانستان لپاره د امریکا د نوي استراتیژي په اړه خبرې کوي.
د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې د مشر جان مککېن په مشرۍ دغه سفر کې د سنا نور غړي لېنډسي ګراهام، الیزابت وارن، شلدون وایټهاوس او ډېوېډ پردو هم شامل دي.
ډامېن هار وارټ په افغانستان کي د قاطع ماموریت مطبوعاتي مسؤل وايي، چي امریکايي سناتوران به نن سې شنبه په یوه خبري غونډه کي د خپل سفر او کتنو په باب څرګندوني وکړي.
تردې مخکې جان مککېن او ورسره ملګري پلاوي د پاکستان دصدراعظم نوازشریف او لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه په شمول د دغه هېواد له پوځي او ملکي چارواکو سره هم د افغانستان په اړه مفصلې خبري کړي وو.
اسوشيټېډ پریس خبري اژانس نه په خپور شوي راپور کې راغلي وه چی سناتور جان مککېن د پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته وویل، چي د امریکا او پاکستان ترمنځ د نېژدې همکاریو دوام د افغانستان په شمول د سیمې د سولي او ثبات لپاره ضروري دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان تر څنګ امریکا هم پاکستان د افغان طالبانو، حقاني شبکې او داسې نورو ترهګړو ډلو په ملاتړ تورنوي او وايي، تر څو چي طالبان او نوري سختدریځې ډلي په پاکستان کي پټن ځایونه ولري، په افغانستان کي سوله نه سي راتلای.
سپوژمې پوپلزې
امریکايې سناتوران خپل وروستي سفرونو په اړه کابل کې څرګندونې کوي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.