امریکايي سناتوران: ځواکونه‌ نه باسو، طالبان د‌ چوکۍ لپاره جګړه کوي

comments 0

هندوکش ــ امریکا: د امریکا په کانګرس کې د ډیمکراټانو ترڅنګ جمهوري غوښتووونکي سناتوران هم وايي چې امریکا باید خپل سرتیري له افغانستانه ونه باسي، هغوی وايي طالبان یوازي د قدرت لاسته راوړلو لپاره جنګیږي ځکه نو بایډن هم باید په خپلو پریکړو فکر وکړي
د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتوونکو د ډلګۍ مشر مایک مک کول ویلي چې موږ په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو پر پاتي کیدلو ټینګار کوو، ځکه د لته لاهم خطرونه موجود دي او باید سرتیري له افغانستانه ونه وزي د ده په وینا کانګرس سخت کار کوي ترڅو يې ځواکونه په افغانستان کې پاتي سي.
هغه وویل کچیري د سرتیرو نه ایستلو چاره ترسره سي نو افغانستان کې د یوې بلې جګړې د مخنیوي لپاره کار کیږي، هغه زیاته کړې چې طالبان یوازي د واک لپاره جګړه کي ځکه نو بایډن ته په کار ده چې امریکايي ځواکونه په سلا مشوره له دې هېواده وباسي.
د افغان دولت بین لافغاني مذاکراتو ټیم یوازي په قطر او افغانستان کې دیره دی او د دې انتظار کوي چې څنګه له طالبانوسره د سولې خبرې پیل کړي تراوسه پوري د دې خبرو د پيل نتیجې ورکول هیڅ څرک نه لګیږی.
تازه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو پاتي کیدل د سولې پروسې سره مرسته کوي هغه ویلي چې ناټو باید په افغانستان کې د یوه سیاسي جوجاړي لپاره دقیقه وي او په خپلو پریکړو کې هم دقیقه وي د ناټو له پریکړو ښکاري چې خپل سرتیري به د مي له میاشتي وروسته هم په افغانستان کې پریږدي.
فکور نعیمي

Comments