امریکايي سناتور، جان مکین ومړ

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا سناتور، جان مکېن چې له تېر یو کال راهیسې د مغزو په سرطان اخته شوی و، تېره ورځ مړ شو.
د نوموړي کورنۍ رسنیو ته ویلي، مکېن د درملو اخېستل پرېښي و او ویلي و، چې د ژوند دوام ته نور ارزښت نه ورکوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د امریکا مخکیني ولسمشر بارک اوباما هم د مکېن په مړینې غمرازي ښودلې ده.
د مککین د ناروغۍ له څرګندېدو وروسته د جمهوریپال او ډیموکراټ ګوندونو غړیو یو شان د مککین ستاینې وکړې، خو ولسمشر ټرمپ پرې لفظي انتقادونو ته دوام ورکړ.
مګر د مککین د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته ولسمشر ټرمپ په یوه بیان کې لیکلي چې د سناتور جان مککین له کورنۍ سره ژوره خواخوږي کوي.
پخواني ولسمشر بارک اوباما چې د دوه زره اتم میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې جان مککین ته ماتې ورکړې وه، ویلي چې “موږ ټول ستاسو پوروړي یوو.”
فکور نعیمي

Comments