امریکايي او افغان پوځ په دوو ولایتونو کې ګډ پوځي عملیات تر سره کړي

comments 0

هندوکش ـ امریکا: لانګ ور ژرونال نشریه لیکي، امریکايي او افغان ځواکونو په هلمند او نیمروز ولایتونو کې ګډ نظامي عملیات ترسره کړي دي.
د سرچینې په خبره، په دې وروستیو کې امریکايي او افغان ځواکونو په ځینو ولایتونو کې د القاعده شبکې پر وړاندې ګډ عملیات پيل کړي دي، چې طالبان یې د دوحې تړون خلاف بولي.
سرچینه کاږي، سره له دې چې طالبان په افغانستان کې د داعش له حضور انکار کوي، خو د دغه شبکې غړي لا هم په افغانستان کې دي او له طالبانو سره نږدې همکاري لري.
د سرچینې په خبره، د هلمند په نادعلي کې د طالبانو پر یوه مرکز برید شوی چې په هغه کې هم د القاعده شبکې اته غړي وژل شوي دي.
وروسته له هغه چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو، طالب ډلې په یو شمېر ولایتونو کې لکه هلمند، کندهار، ارزګان جګړې ته شدت ورکړ. اوس چې کله امریکایي ځواکونو یو ځل بیا پر طالب جنګیالیو بریدونه وکړل، دغې ډلې د هېواد په جنوب لویدیځ زون کې خپلې حملې زیاتې کړې، پرون یوازې په کندهار کې طالبانو درې موټربم حملې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د طالبانو او افغان لوري ترمنځ هم د سولې مذاکراتو پر اجنډا توافق شوی، خو معلومه نه ده چې دغه پړاو به څومره وخت ونیسي.
فکور نعیمي

Comments