امریکايي استخبارات له افغانستانه دپاکستان لاس غوڅوي

comments 0

0 Views

هندوکش-امریکا: نړۍ وال او امریکا اوس دپاکستان له دوه مخې سیاست څخه ترپوزې راغلي چي په همدې اړه په امریکا کې دهغه ځای پوځي استخباراتو دوروستۍ پرېکړې په موخه یوه غونډه رابللې اودپاکستان په وړاندې یې دتندې لهجې له کارولوسره ،سره یوه طرح هم وړاندې کړي چي په افغانستان کې دروانې جګړې دناکامۍ اوبریالتوب اړخونه په کې ارزول شوي هم دي
. دامریکا ټایمز ورځپانې په حواله چي تیره ورځ په امریکا کې دهغه ځايي داستخباراتو دمشرانو یوې غنډې دپاکستاني سیاست په وړاندې تنده لهجه کارولې ده.
دامریکا استخباراتو ویلي چي نور پاکستان دې ته اړشوی چي خپل دریځ روښانه کړي او افغانان نورپرېږدي ،خودوی به دهغوی ستونزې چي له هند سره لرې هم مطرح کړي ،ترڅو نورپاکستان په افغانستان کې دوسله والوهڅولوته دپآی ټکی کېږدي،هغوی ویلي چي « نور دپاکستان ورته سیاست دزغم نه دی پاکستان نه یواځې له نړۍ والې انزوا سره مخ کیدونکی دی بلکې هرډول خطرات ورته متوجهي کیدونکي دي. ».
په همدې اړه دامریکااستخباراتو دهغه هیواد دسنا دوسله والوخدمتونو کمېټې ته ویلي چي:
«په افغانستان کې روان سیاسي بهران چي دناکامۍ په لور داوږدې جګړې لپاره وسله وال ساتي اودافغانستان جګړې ته یې هڅوي ،باید ترټولو لومړي دهمدې خبرې ځواب وویل شي اوپه دې جدي اقدامات ترسره شي». داموضوع هغه مهال رامنځته شوي چي کله یوې امریکايي ناسناتورې له غونډوالوپوښتلي چي «دامریکا نوی ولسمشرټرمپ به دخپلې پالیسي په اړه دپاکستان دهغه دریځ په اړه څه وکړي چي پاکستان په وسله والوته خوندي ځایونه ورکړي اوهغوی وسله والې جګړې ته هڅوينوموړي ویلي چي په دې اړه به دامریکا سیاست څه وي؟
دهمدې پوښتنې په تړاوامریکایي استخباراتودپاکستان په وړاندې تنده لهجه کارولي اوهغه یې دجګړې عامل ګڼلی دی.
دامریکا داستخباراتو ادارې مشرډانیل کوټس ویلي چي « امریکابه دافغانستان جګړې ګټلوپه موخه په پاکستان کې دوسله والوځالې له منځه یوسي ترڅوپه افغانستان کې دجګړې د دوام عوامل پای ته ورسیږي».
هغوی وویل چي پاکستان نه غواړي اویاتوان نلري چي په افغانستان اوهند کې دبریدکونکو وسله والوځالي وځپي . د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس ډانیل کوټس پاکستان دترهګرۍ په وړاندې عاجز وګڼلو،هغه ویلي چي پاکستان نه شي کولای چي وسله وال له خپل هیواده وشړي اویایې سولې ته اړکړي،خونوموړي ویلي چي یادې ډلې په سیمه کې دامریکا اوناټو دګټوپه وړاندې خنډ دي او د دوی روانوسیاستونوته یې ګواښ پېښ کړی دی.
ډانیل کوټس وايي چي «پاکستان اوس په دې پوی شوی چي له نړۍ والې انزوا سره مخ دی له همدې امله هغه غواړي چي چین اوځیني نورو هیوادونو ته لاس واچوي ،خوداکاربه چین ته هم څه ناڅه ګټه وکړي چي په سیمه کې خپل پراخ نفوس ولړي.
همدې غونډې ته دامریکا دسنا دوسله والو خدمتوونو کمېټې او ددفاعي استخباراتو دادرې مشرډګرجنرال وینسینټ سټیوارټ وویل چي «دوی پوهیږي پاکستان یوداسي افغانستان غواړي چي هندپه کې هیڅ ډول نفوس ونه لري همدا علت دی چي ټولې ستونزې له دې کبله رمنځ ته کوي له دې زاویې ورته ګوري ،خوداسي نه ده افغانستان هم یوخپلواک هیواد دی،هلته دامریکا ګټې هم په خطرکې شوې چي سبب یې پاکستان بلل کیدای شي ځکه چي پاکستان اوس په ښکاره وسله وال پالي اوهڅوي» .
جنرال وینسینټ سټیوارټ زیاته کړه پاکستان جوړ افغانستان نه غواړي چي له هندسره هم ښې اړېکې ولري ،خوباید پاکستان له دې ویرې دافغانستان حکومت اونړۍ والوځواکونو شتون ته زیان ونه رسوي موږ به هغوی ته دا اطمینان هم ورکړو،خوپاکستان ځیني نورمسائیل هم لري باید په اړه ژر اولازمي پرېکړه وشي.
دامریکا استخباراتو ادارې ویلي چي «دحقاني په څيرشل وسله والې ډلې دي چي دوی یې په وړاندې مبارزه کوي خوپاکستان یې ورته ساتي هغوی ویلي چي دوی بایدلومړی پاکستان وپوهوي چي یادې ډلې ټولې سیمې ته ګواښ دي نه یواځې افغانستان اوځیني نورو هیوادونوته . خوداستخباراتو ریس ډانیل کوټس ویلي چي ځیني هیوادونه به ددې ګومان کوي چي بیا به هم امریکا دافغانستان په ټولنیزوضعیت کې دناکامۍ لورې ته لاړه شي ،خوداسي نه ده ،بلکي موږ ټوله هغه څه ارزولي چي په دې کال کې ترسره شي،موږ به اوس دجګړې په بریالتوب کارکوو او اصلي موخوته به ډيراونه سپمېدونکي توجه کو.
دامریکا استخباراتو مشرانو داهم ویلی چي «سږ کال دوی داسي اطلاع هم لري چي وسله وال په پآم کې لري چي دځینومرستندویانوپه موټ به دوی ځیني ولایتونه لکه هلمند ،روزګان اوکندزکې خپل حضورپراخ اومرکزونه ونیسي ،ترڅو خپل حضورهلته دائمي کړي اوجګړه دکلیوالوسیموپه شمول ښارونوته نوره هم پراخه کړي ،خوپه دې اړه هم ارزونې شوې دي.

ژباړه : لمر آشنا

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply