امریکاولې طالبانو ته د بلک واټر دنيابتي او قراردادي جګړې ټیکه ورکوي؟ // عبدالله هیوادمل

comments 0

په روسیه کې د بلک واټر کمپنۍ د مشر ايریک پرينس له  خولې يوه خبره خدای خبر خطا شوه که چا ورته وويل چې دا راز افشا کړه خو افشا شو او تر رسنیو پورې را ووت.

ايریک د خصوصي امنيتي کمپنيو يوې سترې غونډې ته ويلي دي چې افغانستان نور د دوی لپاره د تجارت ځای نه دی ځکه د امریکا د دفاع وزارت ويلي چې دوی تر دې وروسته اکثریت قراردادونه طالبانو ته ورکوي ځکه طالبان ارزانه دي او دوی ته تر بلک واټره ښه پريوزی:

ولې طالبان؟

تر ټولو مهمه خبره داده چې بلک واټر په افغانستان کې د اجرتي قاتلانو هغه منفور نوم وو چې هر سړی ترې کرکه لري، خو که طالبان د بلک واټر ځای ناستي شي نه يوازې به امریکا د نيابتي جګړې پر وړاندې کرکه راکمه کړي وي بلکه طالب له منبر، دين، او شته تصور څخه په استفادې هر وحشت چې دوی يي کوي مشروعیت ورکولای شي، طالبان د پردیو جګړو په پر مخ بیونه کې دومره ماهر دي چې ان په روژه کې پر جومات، منبر،بازار، لارویانو او روژه په خولو سرتیرو وژنې ته هم توجيهات لټولی او پر خلکو يې منلی شي.

طالبان داعش په دې پلمه چې خوارج دي ځپي، خلکو ته يي هم منفور کړي دي خو که موخې ته راشو د ديني شعايرو د بربادۍ په برخه کې داعش او طالبان د يو بل سکني وروڼه او په ډيرو مواردو کې له يو بل سره شريکان دي خو دا چې د طالبانو ګټه په داعش ځپنه او د داعش ګټه په طالب ځپنه کې ده دواړه په پوره قوت سره کار کوي چې خپلې پروژې دوامدارې کړي او که رښتيا ته راشو د ورځې په پای کې هم داعش او هم طالبان لسګونو مشترکات او ګډې ګټې لري که يي نه منئ د طالبانو او داعش دا شته مشرتابه سره پرتله کړئ چې ددوی ټولو مشران یو وخت طالبان، القاعده، د لشکر طيبه او صفای صحابه وو غړي وو/دي کنه؟.

راځم اصلي خبرې ته:

۱ـ طالبان د جګړې او يا بل هر کار لپاره چې دنده ورکول شوي تر بل هرچا بې مسولیته دي، فرض يي کړئ که بلک واټر ملکی وګړي ووژني دستي ټول  نيوکې کوي چې امریکا دلته شخصي شرکتونه راوستي افغانان پرې وژني، که بلک واټر ډير هم زوره ور شي تر نړۍوالو قوانینو معتبر نه دی بیا اړکيږي چې غاړه کيږدي. خو طالبان چې هره ورځ تل شلو ډير ملکي وګړي وژني، تښتوي يي، ګواښي يي او يا يي ټپيان کوي هيڅوک ترې پوښتنه نشي کړای.

يو وخت طالبان په دې ډاریدل چې ښايي يو وخت محاکمه شي خو اوس چې د محاکمو له سالارې امریکا سره يي د جوال خولو نيولې، عادي مشرانو ته يي د امریکا ولسمشر ټلیفونونه کوي، پر يو بل بریدونه نه کوي او ان یو بل ته د دايمي يارانې ډاډ ورکوي  نو طالبان ډاډه دي چې نه يي څوک محاکمه کولای شي او نه به يې څوک خړ او تورلیست يا برګ ليست ته د مشرانو نومان ور ډير کړي.

۲ـ طالبانو ته هم د جنګيالیو پيدا کول ارزانه دي:

۱۹ کاله کيږي چې طالبان پردي زامن په دې پلمه چې اسلام په خطر کې دی، قرآن ته ګواښ دی او افغانستان اشغال دی د جنګياليو په توګه ګماري، کلیوال ځوانان نه يوازې وړيا دي بلکه هيڅ ډول امتيازات نه غواړي، دوی فکر کوي چې د طالبانو د خبرې په منلو به يي  جنت نصیب شي، اخروي اجر به ورته ميلاو شي.

هر طالب چې وژل شوی دی د دوی پلار او مور ته ويل شوي چې د زوی د شهادت مقام به په شکايتونو نه خرابوي، د طالب کونډه حتی ددې له ډاره چې د خاوند د طالبي شهادت مقام يي خراب نشي  د اوښکو تويول هم شرم ښکاري.

۳ـ له جګړې پرته طالبان څه وکړي؟

طالبان اوس دوه ډلې کيدای شي، يوه ډله يي په قطر او کوټه کې ناست د جنګي ماشین چالانونکي او ګرمونکي دي، دوی ښایي په وخت سره د پخوانیو جنګسالارانو په شان  د افغانستان د سياست يوه برخه شي خو هغه چې له سياسی او استخباراتي معاملو خبر نه دي خو لږ تر لږه په جګړه کې د قومندان، سرګروپ، مشر، مسول، خپل سري والي او يا مرستيال په نوم د موټر، څو ښځو، پيسو، مصنوعي عزت او مزاياوو خاوندان شوي دي د افغانستان په راتلونکي سياسي بهير کې هيڅ هم نشي کړای.

په کلي کې د طالبانو سرګروپ که مصالحه کيږي سواد نلري، په عصري علومو نه پوهيږي حتی يو عادي سرتیری هم نشي کيدای خو برعکس که وسله ورسره وه،بې مسولیته ژوند يي لاره ان ډير بارسوخه خلک هم ترې ډاريږي او دده ژوند په وسله تيریدای شي. نو چې کله طالبان د سیاسي پروسې يوه برخه کيږي د دوی جنګيالي به د امریکا په تورو پيسو دلته بیا هم نيابتي جګړه پر مخ وړي.

د داعش پر وړاندې د طالبانو قاطعيت ټولو ولید خو له امریکا سره د سياسي خبرو تر پيل کيدو مخکې هيڅ ډول قاطعيت نه وو بلکه طالبانو او داعش د يو بل پر ضد تبلیغاتي جګړه کوله او ان طالبانو به تور پورې کاوو چې داعش د امریکا له لوري جوړه شوې ډله ده خو کله چې امریکا د داعش ځپلو پروژه طالبانو ته وسپارله او طالبانو هم په هر ځای کې په حشر کولو سره داعشیان وځپل نو امریکا ترې د رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره مننه وکړه.

زما فکر دادی چې له طالبانو د داعش پر وړاندې د روانو بریدونو مننه د  نيابتي جګړې د شوي قرارداد لومړی قسط وو.

۴ـ امریکا ډاريږي چې طالبان يي له لاسه ونه وزي:

امریکا په دې هم ډاريږي چې که يوه برخه طالبان د سیاسي پروسې يوه برخه شي هغه چې په میدان پاتې کيږي داسې نه د ایران، او روسيي لاس ته ولويږي او دوی ته په سیمه کې په يو بل سرخوږي بدل نشي، امریکا ته د فاطيميون ژوندۍ تجربه ښه بیلګه ده، امریکا دا هم درک کړې چې په سويل او لويديځ کې د طالبانو د بریدونو شدت تر ډيره له ایراني پيسو او روسي پروژو تغذيه شوی چار وو.

اوس اوس په افغانستان کې امریکا چې هرڅوک په هر نوم ماتې، تښتيدونکې او يا وتونکې بولي دوی سهوه کوي ځکه امریکا اوس د پيل شوې پروژې په ستراتيژيک عمق کې قرار لري نو ددې پروژې د  بريا لپاره يي پر چين د کرونا د تولید ټاپه وهلې او همدا وايي چې تاوان غواړو او چين باید غرامت ورکړي، ايران يي په همدې چینايي او امریکايي کرونا او بنديزونو داسې وضعيت ته رسولی دی چې خلک وايي مړه دې شو خو قرنطين نه منو،په پاکستان کې هم حالات د امریکا په خوښه پر مخ ځي، هند هم چې د نړۍ ټول زور او وسلې ورسره وي بیا هم غلام دی او دوی هم امریکا ته وايي چې کشمير نه غواړو دالته به ټک ټوک لرو نور نو  پاکستان در کابو کړه.

په افغانستان کې حالات نور هم خطرناک کيدونکي دي، امریکا ماتې نه نخوري خو طالبانو ته په قراردادي ډول د تپل شوې جګړې په ټيکه ورکول به ولس او ددې هیواد راتلونکې ته ډيرې بدې پايلې ولري ځکه چې دلته په پروژو او پيسو روږدي جنګيالي به هر قتل د پيسو لپاره کوي

Comments