امام صاحب کې پرطالبانو برید شوی

comments 0

هندوکش – کندز: راپورونه وایي، د کندز امام صیب ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو برید لس طالبان وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.
دفاع وزارت په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي دا بریدونه تیره ورځ شاوخوا دوه بجې د امام صیب ولسوالۍ کې د عبدالحکیم مخلص، ملا صادق مشهور په ابوبکر او معاون غفار پر مرکزونو شوي دي.
د سرچېنې په لیکنه دغه هوايي بریدونه د ای نهه ویشت طیارو کړی چې د طالبانو یوه دوه اتیا ملي متري توپ او یوه پیکا يې هم له منځه وړې ده.
بریدونو کې د طالبانو مهم کسان هم له منځه تللي چې دولت ضد ورانکارې کړنې به یې ترسره کولې.
د دې ولایت نورو ولسوالیو کې هم د افغان ځواکونو ځمکني عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.
نجیبه سروري

Comments